CRI Online

د چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ ادارې مشر : بايد له نورو هېوادونو سره په مرستندويه چارو کې نوي مسئوليتونه پر غاړه واخيستل شي او نوي برياليتوبونه تر لاسه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 10:00:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ادارې مشر وانګ شياو تاو د مارچ په درېيمه نېټه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېټې د دوهمې عمومي غونډې د پيل له مراسمو وروسته وويل، بايد له نورو هېوادونو سره په مرستندويه چارو کې نوي مسئوليتونه پر غاړه واخيستل شي او نوي برياليتوبونه تر لاسه شي.

نوموړي وويل، د چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ اداره به د چين ځانګړتيا لرونکو ديپلوماتيکو چارو او د يو کمربند او يوې لارې ابادولو ته خدمتونه برابر کړي. موږ به د م م د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلی کېدو او د ټولو انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو لپاره د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو سره ګډ کوښښونه وکړو.

د چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ اداره د پروسږ کال په اپرېل کې په رسمي ډول جوړه شوه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای