CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې خبري وياند: د چين محدود دفاعي لګښت به نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 15:37:02

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په اړه لومړنۍ مطبوعاتي غونډه د مارچ په ۴ مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه. په دغه مطبوعاتي غونډه کې خبري وياند جانګ يه سوی خبري رسنيو ته وويل، چې د چين محدود دفاعي لګښت به نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه کړي. نوموړي وويل، د دفاعي لګښت مناسب زياتوالی د ملي امنيت د ساتلو او د چين ځانګړتيا لرونکي پوځي اصلاحاتو له اړتياووسره د سمون لرلو په موخه دی. په ۲۰۱۸ کال کې د چين دفاعي لګښت د دغه هېواد د کورني توليد په عمومي ارزښت کې شاوخوا ٪1.3 برخه نيولې، خو د ځينو لويو پرمختللو هېوادونو دفاعي لګښتونه د خپلو کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې ٪2 برخه نيولې ده. چين پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار کړی او کوي يې او خپلځان ساتونکي دفاعي پاليسۍ پلې کوي. د چين محدود دفاعي لګښت د خپل ملي حاکميت ، امنيت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو په موخه دی او پر نورو هېوادونو ته به ګواښ پېښ نه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای