CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې وياند: د بهرنيو پانګونو قانون د چين د بهرنيو پانګونو د اداري نظام بنسټيز بدلون ګڼل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 16:05:47

د چين د ديارلمسې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې خبري ناسته د مارچ په څلورمه نېټه تر سره شوه. د دې غونډې وياند جانګ يي سوي د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې وويل چې د بهرنيو پانګونو قانون د مسودې له مخې چين په دې برخه کې له بهرنيو سوداګرو او شرکتونو سره د چيني سوداګرو او تصديو سره يو شان او ښه چلند کوي، او له منع شويو برخو پرته په نورو برخو کې بهرنيو شرکتونو او سوداګرو ته اجازه ور کوي.د دې ترڅنګ د بهرنيو پانګونو د منظورۍ او ادارې پخواني سيستم هم لېری شوی. هغه ساحې چې پکې به بهرنۍ پانګونې منع او محدود شي، د ليست له لارې به اعلان شي.له منع شويو ساحو پرته نورو ساحو کې به د چين حکومت له بهرنيو پانګوالو سره ښه چلند وکړي چې له چيني تصديو سره به يو شان وي. دغه ماده د چين د بهرنيو پانګونو د اداري نظام بنسټيز بدلون ګڼل کيږي او د پانګونو د چاپيريال د ښه والي لپاره ګټوره ده او د ورخلاصون د هر اړخيز او نوي جوړښت د جوړېدو لپاره قانوني ضمانت برابروي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای