CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه پرانيستل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 09:35:29

د چين عالي واکمن ارګان يعنې د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د مارچ د پنځمې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل کېږي. د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او دولت مشرانو او د ملي ولسي کانګرس نژدې ۳زرو استازو د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دويمې کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کوي. د چين صدراعظم لي که چيانګ ملي ولسي کانګرس ته په تېر کال کې د حکومتي کارونو په اړه راپور وړاندې کړ او د روان کال د کارونو په هکله يې وړانديزونه کوي چې په غونډه کې به تر غور لاندې ونيول شي.

استازي د غونډې له پيلېدو مخکې د خلکو لوی تالار ته د ننتولو په حال کې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای