CRI Online

چين د ۲۰۱۸ کال د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا عمده هدفونه پوره کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 09:49:19

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه څرګنده کړه چې ۲۰۱۸ کال د روان حکومت د خپلو دندو عملي کولو لومړی کال و. که څه هم چين په دغه کال کې له ډېرو سختو ننګونو سره مخامخ و، خو په سالمه توګه يې د ۲۰۱۸ کال د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا عمده هدفونه پوره کړي او د هراړخيزې شتمنې ټولنې د پوره بشپړولو په بهير کې يې نوي مهم پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

په تېر کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله ۶اعشاريه ۶ سلنه زيات شوی چې عمومي اندازه يې له ۹۰ زرو مليارډو يوانو نه زياته وه. په ښارونو او علاقه داريو کې ۱۳ مليونه ۶لکه ۱۰ زرو کسانو ته نوي کارونه برابر شوي، په کليو کې د بي وزلو اوسيدونکو شمېر ۱۳ مليونه ۸لکه ۶۰ زره کسان کم شوی او د هر تن په سر د اوسيدونکو کلني عايدات په سلو کې ۶اعشاريه ۵سلنه زيات شوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای