CRI Online

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره په هر اړخيزه توګه روان ده

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 09:57:34

د چين حکومت نن ورځ وويل چې تېر کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره په دوامداره توګه پلې شوې او په نړۍ کې د سوداګريز چاپيريال په برخه کې ځای تر زياتې اندازې پورې مخکی شوی او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چارو کې ستر پرمختګ رامنځته شوی.د دې ترڅنګ کارول شوې بهرنۍ پانګونې ۱۳۸ مليارډه او ۳۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې شمېر يې د نورو پرمختيايي هېوادونو په پرتله زيات و،دغه راز د ګمرکي مالياتو انډول له ۹.۸ سلنې څخه تر ۷.۵ سلنې پورې راټيټ شوی دی.سربېره پردې هغه منفي ليست لنډ شوی چې بهرني پانګوال پکې پانګه نه شي اچولی،د پولي چارو او د موټرو صنعت دروازه لاخلاصه شوې،د بهرنيو پانګوالو ځينۍ لويې پروژې پلې شوې او د نويو جوړ شويو بهرنيو تصديو شمېر په سلو کې اويا زيات شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای