CRI Online

په روان کال کې به د چين د اقتصادي پرمختګ مطلوبه موخه له شپږ څخه تر شپږ اعشاريه پنځه سلنې پورې وي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 10:04:47

په روان کال کې به د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د زياتوالي مطلوبه موخه له شپږ څخه تر شپږ اعشاريه پنځه سلنې پورې وي. د چين د حکومتي کارونو د راپور له مخې چې د مارچ په پنځمه نېټه د سنجش لپاره د چين د ملي ولسي کانګرس دوهمې غونډې ته وړاندی شوی ،روان کال به د چين اقتصادي پرمختګ له لازياتو ستونزو سره مخ شي ، خو د اقتصادي پرمختګ د ښه کېدو تمايل به بدل نه شي.

د دې راپور له مخې په روان کال کې به د چين په علاقه داريو او ښارګوټيو کې نور يوولس مليونه تنه وګومارل شي.د چين حکومت په لومړي ځل په عمومي حکومتي تګلاره کې د استخدام پاليسۍ ته ارزښت ور کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای