CRI Online

چين به په لا پراخه توګه د مالياتو د کموالي کارونه عملي کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 10:27:54

د چين صدراعظم لي که چيانګ نن د چين ملي ولسي کانګرس ته د کلنې کاري راپور د وړاندې کولو په وخت کې وويل: حکومت به په روان کال کې په لا پراخه توګه د مالياتو د کموالي کارونه عملی کړي. د توليد چارو په اړوندو تصديو او کوچنيو تصديو باندې به د مالياتو اندازه په عمده توګه کمه شي، د اضافي مالياتو اصلاحات به ژور شي، پر توليدي چارو به د مالياتو اندازه له شپاړس څخه ديارلس سلنې ته راکمه شي، دغه راز به دا تامين شي چې پر عمده چارو به د مالياتو اندازه په څرګنده توګه کمه شي او پر ټولو چارو به د مالياتو اندازه به عمومآ کمه شي تر څو د بازار عمده سوداګريزې خواوې په تېره بيا کوچنۍ تصدۍ د مالياتو او اړوندو لګښتونو څرګند کموالی احساس کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای