د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځمه نېټه د حکومتي کارونو په راپور کې وويل چې چين به په روان کال کې په ټينګې ارادې سره د سولې او پرمختګ په لور روان وي، د ګډو ګټو پر بنسټ به د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره پرانيستې ستراتيژي غوره کړي او د څو اړخيز کېدو او د م م د منشور په مرکزيت به د نړيوال سيستم پر ساتلو ټينګاروکړي.د دې ترڅنګ د چين حکومت به په فعاله توګه د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو او بشپړتيا په بهير کې ګډون وکړي او په ټينګه به پرانيستی نړيوال اقتصاد وساتي ، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به هڅه وکړي،له عمده او لويو هېوادونو سره به ډيالوګ او همکارۍ پياوړی کړي ، له ګاونډيو هېوادونو سره به اړيکې ژورې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ به له پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ پياوړی کړي. سربېره پر دې چين به د نړيوالو ننګونو د لېري کولو او د سيمې تودو مسئلو د حل وفصل لپاره لازياتې ارزښتناکې لايحې وړاندې کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |