CRI Online

شي جين پينګ له چيني فرهنګيانو څخه وغوښتل چې خلکو ته دې غوره کلتوري اثار وړاندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 11:55:42


په روان مارچ کې هوا ګرمېږي او ګلان غوړيږي، همداراز په چين کې د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې هم پرانيستل کېږې چې يوه يې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې دوهمه غونډه او بله يې د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمه غونډه ده. د مارچ د څلورمې نېټې په ماسپښين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې په دوهمه غونډه کې د کلتوري، هنري او ټولنيز علمي ډلو له ګډون کوونکو استازو سره خبرې اترې وکړې،د دوی نظرونه او وړانديزونه يې واورېدل او ورته يې د چين د کلتوري او هنري پرمختګ په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې فرهنګيان بايد خلکو ته غوره کلتوري اثار وړاندې کړي. هر ارزښتناک او اهميت لرونکي کلتوري اثار او علمي څېړنه بايد واقعيت انعکاس کړي، مراقبت يې دې وکړي او د واقعي مسئلو د حل او واقعي موضوعاتو ته د ځوابونو د پيدا کولو لپاره دې ګټور وي. شي جين پينګ هيله وښوده چې ټول فرهنګيان د چين له واقعيت سره سم د کلتوري اثارو په جوړولو سره د چين معاصر پرمختګونه او د چينايانو ښکلی ژوند وښيي او د چين معنويات، ارزښت او توان په ښه توګه معرفي کړي. دغه راز دې پر ملي واقعيت او معاصرو تودو موضوعاتو تمرکز وکړي او پر دې بنسټ دې د خپلو اثارو ذهنيت، کلتوري معاني او هنري ارزښت زيات کړي.

شي جين پينګ وويل، فرهنګيان بايد ځانونه د زمانې له ګامونو سره برابر کړي. د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی، هيله ده چې تاسو د نوې زمانې د ثبتولو ، ليکلو او ستايلو دندې پر غاړه واخلي، د زمانې موضوعاتو ته د ځوابونو د لټولو لپاره دې هڅه وکړي او د چين د لويو معاصرو نوښتونو د زده کولو له لارې دې نوی اثار وپنځوي، څو په ښه توګه د دغې زمانې تاريخي بدلونونه او معنويات وښيي.

شي جين پينګ وويل، سږکال د نوي چين د جوړېدو 70 مه کاليزه ده. چين په تېرو اوياوو کلونو کې ډېر کوښښونه کړي چې په پايله کې يې پدې هېواد کې ستر بدلونونه رامنځته شوي. هيله ده چې چيني فرهنګيان د چين د کمونېست ګوند او خلکو ۷۰ کلنې تجربه کارۍ انعکاس کړي، د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم لار، تيوري،نظام او کلتوري غوره والی په ښه توګه روښان کړي، څو د ګوند او خلکو د دوامدار پرمختګ لپاره قوي معنوي ملاتړ برابر کړي.

په دغه غونډه کې ډېرو ګډونوالو د رئيس شي له نظرونو سره توافق وښود. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کمېټې غړي او مشهور فلمي لوبغاړي جېکي چان د غوره اثارو په اړه وويل، څه وخت وړاندې د wandering earth په نوم د چين هغه ډول لومړنی فلم چې د ساينس په اړه د ليکل شوې سناريو پر اساس جوړ شوی،خپور شو، ډېرو بهرنيانو ما ته وويل چې دا ګومان نه کېده چې چينايانو دومره ښه فلم جوړ کړی دی. په سنيماوو کې د دغه فلم ټکټونه ښه وپلورل شول او زه پدې ډېر خوشحال شوم. موږ هم د دغه ډول فلم د جوړولو وړتيا لرو.

رئيس شي د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته له جېکي چان څخه وپوښتل چې هغه پدې وروستيو کې د څه فلمونو په جوړولو لګيا دی؟ جېکي چان رئيس شي ته ځواب ورکړ چې هغه د ترقي کوونکو په نوم په يوه نوي فلم کې رول ولوباوه چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو د څلوېښتمې کاليزې او د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې په وياړ جوړيږي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کمېټې غړي او د ډارمې مشهور لوبغاړي فنګ يوان جنګ خبريالانو ته وويل، د عمومي منشي شي دې خبرې وايي چې ابتکاران بايد ښه معنويت وښيي، ما ته ژوره خاطره راکړې ده. زما په اند دغه معنويت چيني معنويت دی. فرهنګيان بايد هغه جمله وايي چې ټول ابتکارونه بايد د خلکو لپاره وي،د لومړني کاري اصل په توګه وګڼي او پرې دې ټينګار وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای