CRI Online

وانګ هو نينګ د هه بې ولايت له پلاوي څخه وغوښتل چې په جدي توګه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې او سپارښتنې پلې کړي او د لوړکيفيت لرونکي پرمختګ لپاره دې هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 10:26:41

د سينهوا د اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي او د يادې کمېتې د سکريتريت منشي وانګ هو نينګ د مارچ د ۵مې نېټې په ماسپښين د هه بې ولايت د پلاوي له غړو سره په ګډه د حکومت کاري رپوټ وڅېړه.

وانګ هو نينګ په خپلو خبرو کې وويل، تېر کال د کمونېست ګوند او دولتي چارو ځکه نوي او مهم پرمختګونه کړي دي چې د شي جين پينګ په محور د دغه ګوند د مرکزي کمېټې له خوا يې ټينګه لارښوونه شوې او د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکورې لار روښانه کړې ده. موږ بايد د دغې مفکورې زده کول د خپلې لومړنۍ سياسي دندې په توګه وګڼو، په هراړخيز ډول دې مطالعه وکړو او ځانونه بايد په ذهني، سياسي او عملي لحاظ د شي جين پينګ په محور د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له ګامونو سره برابر کړو.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای