د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا په استازيتوب د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس ته د حکومت کاري رپوټ وړاندې کړ. ډېرو بهرنيو سياسيتوالو، سوداګرو او کارپوهانو څرګنده کړه چې تېر کال د چين لاسته راوړنې اسانه نه دي ترلاسه شوې، هيله ده چې د چين پرمختګ نړۍ ته زياتې ګټې ورسوي.
د کوريا جمهوريت د سنګکيونکوا پوهنتون د چين انسټيټيوټ مشر ليهي اوک وايي، په ۲۰۱۸ کال کې د نړيوالې اقتصادي ودې ناڅرګندتياوې زياتې شوې، خو چين په ډېر ستوزمن نړيوال چاپيريال کې يو "خورا غېر معمولي" کال تېر کړی دی.
د قطر د مېډيا ګروپ د څېړنيز مرکز مشر محمد وايي، بېلابېل هېوادونه د چين د اقتصادي پاليسيو بدلونونو ته ډېره پاملرنه کوي، هرڅه چې د چين د اقتصادي ودې لپاره ګټه لري، د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره به هم ګټه ولري.
د بېلژيک د انټورپ مرستيال ښاروال لودو وان کامپنهوټ وايي، چينايان د کاروبار د پرانيستلو په برخه کې ډېره فعاله رويه ښيي. که تاسو چين ته ولاړ شئ ، و به وينئ چې په دغه هېواد کې خلک په کارونو کې ډېر کوښښونه کوي او قوي ابتکاري وړتيا لري. يقين دی چې راتلونکي کې به د چين اقتصادي وده لاهم په چټکه او ثابته توګه پرمختګ وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |