CRI Online

تبصره: په چين کې سوداګريز چاپيريال د پر له پسې ښه والي په حال کې دی او چين به لا زياتې نړيوالې پانګې راجلبې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 15:59:46

د چيني حکومت په تازه وړاندې شوي کاري راپور کې راغلي چې په بازار کې د عمده ځواک د طاقت پياوړتيا او د سوداګريز چاپيريال ښه والی به د حکومت په لسو مهمو دندو کې شامل شي.د نړيوالو سوداګريزو اړيکو د سختېدو او بدلېدو په حال کې او ښه کيفيت لرونکي پرمختګ ته د چين د اقتصاد د بدلېدو په وخت کې، د سوداګريز چاپيريال پر له پسې ښه والی به نه يوازې د چين د اقتصاد د طاقت او د سيالۍ توان د لوړتيا، بلکې د نړيوالو پانګه اچوونکو لپاره هم ګټور وي.

د چين په رسمي سندونو کې سوداګريز چاپيريال د سيالۍ له مساوي بازاري چاپيريال، له مؤثر او سپيڅلي سياسي چاپيريال، له عادلانه او شفاف قانوني چاپيريال او له جامع او خلاص بشري او کولتوري چاپيريال څخه عبارت دی. د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې، چين د مالياتو د کمښت، د سياسي مرحلې د ساده کېدو او د خدمتي کارونو د ښه کېدو په شمول د اصلاحاتو يو لړ تدبيرونه نيولي او په دې مناسبت د چين سوداګريز چاپيريال په ښکاره توګه ښه شوی دی. نړيوال بانک د تېر کال په اکتوبر کې د سوداګريز چاپيريال يو راپور خپور کړ چې پکې د چين مقام له ۷۸م څخه ۴۶م ته لوړ شوی دی.

د حکومت او بازار ترمنځ د اړيکو اداره کول، بازار ته د ننوتلو معيار پراختيا، د عادلانه څارنې او پلټنې پياوړتيا او د سوداګريز چاپيريال قانوني کېدل، نړيوال کېدل او اسان کېدل د سږ کال لپاره د چيني حکومت کلکې دندې دي. که په بازار کې عمده ځواک طاقت ولري، د اقتصاد د نرمېدو فشار به له منځه يووړل شي.

د سوداګريز چاپيريال د ښه والي له مخې به لا زيات سوداګر، مالونه او پانګې راجلبې شي، په تېره بيا د بهرنيو پانګونو د طاقتونو اندازه په يو هېواد او يوه سيمه کې د سوداګريز چاپيريال د ارزونې يوه مهمه ونډه ده. تېر کال په ټوله نړۍ کې د مستقيمو بهرنيو پانګونو عمومي اندازه کمه شوې، خو په چين کې دغه اندازه لوړه شوې ده چې اندازه يې په تاريخ کې ساری نه لري. تېر کال په چين کې د کارول شويو مستقيمو بهرنيو پانګونو اندازه ۱۳۵ مليارډو امريکايې ډالرو ته رسېدلې چې په دې جمله کې د بانک، اسهام او بيمې په تړاو ساحې شاملې نه دي، او د زياتوالي انډول يې درې سلنې ته رسېدلی. د دې ترڅنګ په چين کې د بهرنيو تصديو د شمېر د زياتوالي انډول اويا سلنې ته رسېدلی. له دې څخه څرګندېږي چې نه يوازې يو مليارډ او څلور سوه مليونه نفوس لرونکي بازار، بلکې د سوداګريز چاپيريال ښه والی په چين کې د بهرنيو پانګونو د زياتوالي سبب ګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای