CRI Online

وانګ يي: د بهرنيو چارو په اړه د شي جين پينګ مفکوره په نوې زمانه کې د چين د بهرنيو چارو اساسي اصل دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:03:26

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، په ۲۰۱۸م کال کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو په کاري غونډه کې د بهرنيو چارو په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د لارښوونې مقام وټاکل شو. دا په نوي چين کې د بهرنيو چارو د مفکوري سيستم په ابادۍ کې د زمانې ارزښت لرونکې پايله ده، په نوې زمانه کې د چين د بهرنيو چارو اساسي اصل دی او په اوسنۍ نړۍ کې د مختلفو پېچليو مسئلو د حلولو لپاره لارښوونکی رول لوبوي.

وانګ يي وويل، سږ کال د نوي چين د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. د چين خلکو له اوياوو کلونو راهيسې د چين کمونېست ګوند تر ټينګې او سمې لارښوونې لاندې په يووالي او ګډو کوښښونو سره د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين بهرنۍ چارې د ستونزو په ليرې کولو سره د تاريخ له ازموينې څخه وتلي دي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ دې ته اشاره کړې چې چين د نړيوالې صحنې مرکز ته د نژدې کېدو په حال کې دی. د چين کمونېست ګوند لارښوونه د چين د بهرنيو چارو د ليدو وړ برياليتوبونو د تر لاسه کولو سبب دی او دا د چين د بهرنيو چارو بنسټيز سياسي ضمانت دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای