CRI Online

وانګ يي: په افغانستان کې د تشې د ډکېدو اړتيا نه شته

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 15:51:09

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د افغانستان خاوره د افغانانو ده. په افغانستان کې د تشې د ډکېدو اړتيا نه شته.

خبريال په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې له وزير وانګ يي څخه پوښتنه وکړه چې چين به له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د دوی تشه ډکه کړي او که نه؟ وزير وانګ يي په ځواب کې وويل چې سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کاليزې سره برابر دی. چين هيله لري چې افغانستان له جګړو څخه په وتلو سره خپل برخليک په خپل لاس کې ونيسي او په افغانستان کې رښتينې خپلواکي او دايمي سوله ژر راشي. افغانستان د سترو هېوادونو د سيالۍ ځای نه دی. چين به د افغانانو شرايطو، هيلو او اړتياوو ته به درناوي او احترام وکړي او په پر له پسې توګه د افغانستان د پخلاينې او بيارغونې د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. نوموړي د افغانستان له مختلفو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د سياسي پخلاينې د لوی فرصت په نيولو سره د ډيالوګ له لارې شخړې او لانجې حل کړي او د سولې دروازه پرانيزي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای