CRI Online

شي جين پينګ: د چين عصري کلي هيله لرونکې ځمکه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-03-09 15:45:03

شي جين پينګ د مارچ په اتمه نېټه په بېجينګ کې وويل، په چين کې عصري کرهنيزې چارې لويه پرمختيايي فضا لري او د چين عصري کلي هيله لرونکې ځمکه ده.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په همدې ورځ د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې په ترڅ کې د هه نان ولايت د هئيت په ناسته کې وويل، اوسمهال د چين د ښارونو او کليو ترمنځ د استعداد لرونکو کسانو او پانګو ازاد تګ راتګ د فعال کېدو په حال کې دی. نه يوازې زيات محصلين له پوهنتونونو څخه له فارغېدو وروسته بېرته خپلي ټاټوبي ته راستانه شوي او زيات محصلين چې له بهرنيو پوهنتونونو څخه فارغ شوي، هم د چارو د فرصتونو د پيدا کولو لپاره د چين کليوالو سيمو ته راغلي دي.

چين تېر کال د لومړي ځل لپاره د کليوالو سيمو د سمسورتيا پنځه کلنه ستراتيژيکه لايحه طرحه کړه او موخه يې دا ده چې د چين د کرهنيزو چارو او کيلوالو سيمو د پرمختګ نيمګړتياوې پوره شي. د دغې لايحې له مخې به د ښارونو او کليو ترمنځ اړيکې ترميم شي او د اصلاحاتو له لارې به د ښارونو او کليو ترمنځ د استعداد لرونکو کسانو، ځمکو او پانګو تګ راتګ او برابرې تبادلې پياوړې شي، تر څو د کليوالو سيمو د سمسورتيا لپاره نوی ځواک برابر شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای