CRI Online

د شي جين پينګ په شمول د چين رهبرانو د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې د ځېنو هئيتونو په ناستو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-09 15:54:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين صدراعظم لي که چيانګ، د يادې بيورو دايمي غړي او د يادې کمېټې د سکريتريت منشي وانګ هو نينګ، د يادې بيورو دايمي غړي او د چين مرستيال صدراعظم هان جنګ د مارچ د ۸مې نېټې په سهار په جلا جلا توګه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې د ځېنو هئيتونو په ناستو کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ د ښځو د نړيوالې ورځې د رارسېدو په وخت کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د چين په دوو مجلسونو کې ښځينه استازو، غړو او کارکوونکو او د هېواد د بېلا بېلو قومونو ښځو ته مبارکۍ وړاندې کړې.

شي جين پينګ د هه نان ولايت د هئيت په ناسته کې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت د کارونو ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د هه نان چارواکي په مداومه توګه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پريکړه ليکونه او حکمونه پلي کړي، د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د موندلو تر څنګ د اقتصاد د زياتوالي، د اصلاحاتو د ژورتيا، د اقتصادي جوړښت د ترميمولو، د خلکو د ژوند د ښه والي، د ګواښونو د مخنيوي، د ټولنې د ثبات د ساتلو، د اقتصاد د سالم او ثابت پرمختګ د موندلو او د ټولنې د ارامتيا د ساتلو لپاره هڅې وکړي، تر څو په هره ساحه کې د سمسورې ټولنې د جوړولو لپاره ښه زمينه برابره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای