CRI Online

په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون به نوې سويې ته د چين اصلاحات او ورخلاصون داخېلېدل پياوړي کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-09 15:56:54

په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو د قانون مسوده د مارچ په ۸مه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس دوهمې عمومي غونډې ته وړاندې شوه. د دغه کانګرس د دايمي کمېټې د قانوني کار د کمېټې مرستيال مدير ليو جون چنګ د مارچ په ۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل، ياده مسوده په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له څلوېښتو کلونو وروسته په سږني پسرلي کې د چين ملي ولسي کانګرس تر سنجش لاندې ونيول شوه. له دې څخه تر نهايي وخت پورې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو په اړه د چين ټينګ هوډ او اراده څرګندېږي. دغه قانون به نوې سويې ته د چين اصلاحات او ورخلاصون داخېلېدل پياوړي کړي.

نوموړي د يادې غونډې په يوه خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځوابونو د ورکولو په وخت کې دغې څرګندونې وکړې. نوموړي وويل، دغه قانون په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو په اړه يو اساسي قانون دی او عمده موخه يې په دې برخه کې د چين د نوي قانوني نظام بنسټيز جوړښت، اساسي اصل او مقررات او شفاف، پرانيستی او منظم قانوني چاپيريال جوړول دي. په دغه مسوده کې بازار ته د بهرنيو پانګو له ننوتلو مخکې د ملي امتيازاتو او د منفي لېست په شمول نوی اداري نظام ټاکل شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای