CRI Online

د چين مرکزي بانک مشر: چين او امريکا په سوداګريزو مشورو کې د پيسو د تبادلوي ارزښت په برخه کې د زياتو مهمو مسئلو په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 17:49:11

د چين د مرکزي بانک مشر يي ګانګ د مارچ په لسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين او امريکا د لوړې کچې سووداګريزو مشورو په اووم پړاو کې د پيسو د تبادلوي ارزښت په برخه کې پر يو شمېر مسئلو خبرې اترې وکړې او د زياتو مهمو مسئلو په اړه يې ګډې نظريې تر لاسه کړې.

يي ګانګ په همدې ورځ د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د دوهمې غونډې په خبري ناسته کې ياد معلومات خپاره کړل.

نوموړي وويل، دواړو خواوو د دې مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې چې دواړه خواوې بايد يو بل ته د پيسو تګلارو خپلواک صلاحيت ته درناوی وکړي، د تبادلوي ارزښت پر بازاري اصل دې ټينګار وکړي، د شلو هېوادونو ګروپ په تېرو سرمشريزو غونډو کې دې د شوو ژمنو مراعات وکړي او د معلوماتو د شفافيت په اړه دې د پيسو نړيوال صندوق له معيارونو سره سم د شمېرو د خپرېدو ژمنه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای