CRI Online

نړيوالې ټولنې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د برياليتوبونو او تجربو ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 16:06:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د حکومت د روان کال په کاري راپور کې راغلي چې د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ د دندې له مخې دې په ټاکلي موده کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه پوره شي. د بهرنيانو په اند د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين لاسته راوړنې د پام وړ دي او د نړۍ لپاره ګټورې دي، د چين اړوندې تجربې د پراخو پرمختيايي هېوادونو لپاره ارزښت لري.

د نړيوال بانک د شمېرنې له مخې، په نړۍ کې له بېوزلۍ څخه ژغورل شويو کسانو کې له ۷۰ سلنې نه زيات چينايان دي. د فيليپين د بريکس تګلارې د څېړنيز انستيتيوت بنسټګر هرمن لاوريل وويل، چين له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې له بېوزلۍ څخه سلګونه مليونه کسان ژغورلي دي، دا د نړۍ لپاره لوی خدمت دی او د چين کمونېست ګوند د حکومتوالۍ پياوړی توان ښکاري.

د مصر (( اهرام )) ورځپاڼې مرستيال مشر سامي القاهاوی وويل، چې روان کال د چين لپاره د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادولو او د لومړۍ سل کليزې د موخو د پوره کولو لپاره مهم کال دی، له بېوزلۍ سره مبارزه نه يوازې د چين له پرمختګ سره اړه لري بلکې پر نړيوالې ټولنې به ستر اغېز وکړي، ځکه د چين برياليتوب به نورو هېوادونو ته ګټورې تجربې ورسوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای