CRI Online

بهرنيانو د چين د ديپلدماتيکو لاسته راوړنو لوړه ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 16:13:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس په يوه مطبوعاتي غونډه کې د هېواد د ديپلوماتيکو تګلارو او اړيکو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. بهرنيو پوهانو د چين ديپلوماتيکو مفکورو او برياليتوبونو ته ارزښت ورکړ او د دوی په اند چين به د نړيوالې سولې د ساتلو او د انسانانو د پرمختګ لپاره به نور زيات لوی خدمتونه وکړي.

ګډې ګټې د چين د بهرنيو چارو يوه موخه ده. د چين له خوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد تل د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کوي او بېلا بېلو خواوو ته يې د پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي. د چيني کلتور په اړه د ترکيې پوه ګيرای فيدن وويل، د چين له ديپلوماتيکو مفکورو څخه د ګډو ګټو افکار ښکاريږي، چين نورو هېوادونو ته پوره درناوی کوي او د ګډو ګټو له لارې ګډ پرمختګ مومي. د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ يې اقتصادي او کلتوري همکارۍ پياوړې کړې او د ځوانانو لپاره يې زيات ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

د نړيوالو ستراتيژيکو معلوماتو په نوم د امريکايي مجلې د واشينګټن فرعي څانګې مشر ويليام جون وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد مهم تاريخي ارزښت لري او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې يې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دغه پېشنهاد له بېوزلۍ او نورو ننګونو سره د مبارزې په اړه د نړۍ باور ټينګ کړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای