CRI Online

شي جين پينګ د هغو متصديو ستاينه وکړه چې په جدي توګه د واقعي اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 21:00:46

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د چين د ديارلسم ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې د فو جيان پلاوي په ناسته کې د يو متصدي ستاينه وکړه چې په جدې توګه ملکي تصدۍ پياوړې کوي. د ياد کانګرس استازي دينګ شي جونګ چې د ان تا په نامه د سپورټي توليداتو د شرکت مشر دی. دغه شرکت په نړۍ کې د سپورټي توليداتو په اړه درېيم لوی شرکت دی. هغه شي جين پينګ ته وويل، چې په فو جيان ولايت کې ملکي تصدۍ پر رښتينو چارو ټينګار کوي او د نوښت او پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې کوي. د ده شرکت ګټې په ۲۰۰۱م کال کې ۳۰۰ مليونو يوانو ته نه دی رسېدلی، خو په ۲۰۱۸م کال کې ګټې يې ۲۴ مليارډو او ۱۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلی دی. شي جين پينګ د ده د خبرو له اوريدو نه وروسته وستايل چې د تصدۍ لارښوونه کول او چارې تر سره کول نه يوازې د پيسو د اخيستلو مسئله ده. په جدي توګه د واقعي اقتصاد د پياوړتيا بنسټيز اصل دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای