CRI Online

شي جين پينګ: د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ دې د همغږۍ پرمختګ نوې لار پيدا شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 21:32:29

شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د فو جيان ولايت په ناسته کې وويل، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ دې د همغږۍ پرمختګ نوې لار پيدا شي. د دواړو غاړو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ دې پياوړې شي، اساسي تاسيسات دې ونښلول شي، د انرژيو او منابعو ترمنځ دې تګ راتګ پياوړی شي، د چارو معيارونه دې متحد شي. فو جيان ولايت بايد د هېواد په لويې وچې کې د تايوان وطنوالو او تصديو لومړی کور وګرځي. سږ کال تايوان وطنوالو ته د ليک په نامه د ليکنې د خپرېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې څانګې بايد د لويو وچو اوسيدونکو ته ورته د تايوان وطنوالو ته خدمت وکړي. تايوان ته دې د امتياز ورکولو تدبيرونه په جدي توګه پلي شي، دغه راز، د تايوان د وطنوالو غوښتنې او اوازونه دې واوريدل شي، تر څو تايوان ته نور امتيازونه وړاندې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای