CRI Online

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې زمونږ پوځ بايد په ښه توګه ديارلسم پنځه کلن پلان پلی کړي او په ټاکلي وخت کې دې دفاعي او پوځي موخې او دندې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 09:36:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۲مه نېټه ماښام د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې د ازادي بښونکي پوځ او د وسله والو پوليسو ځواک د پلاوي د ټولو غړو په غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې روان کال د شتمنې ټولنې د ابادۍ اود لومړۍ سل کلنې موخې د تر سره کولو لپاره کليدي کال دی او زمونږ د پوځ له خوا د ديارلسم پنځه کلن پلان د پلي کولو او په ۲۰۲۰ کال کې د دفاعي او پوځي موخو او دندو د تر سره کولو لپاره يو مهم کال هم دی.زموږ پوځ بايد د چيني خوب د رښتيا کولو او د غښتلي پوځ د ابادۍ لپاره په سمه توګه د ديارلسم پنځه کلن پلان د غوره کولو اهميت او ضرورت ته وګوري او په ټينګې ارادې سره دې دغه پلی کړي او په ټاکلي وخت کې دې دفاعي او پوځي موخې او دندې تر سره کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای