CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمې غونډې ۴۹۱ تجويزونه تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 09:47:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې د دارالانشا د تجويزونو ګروپ مشر او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال سرمنشي ګوه جن هوا د مارچ په ۱۲مه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل چې د تجويزونو د اخيستلو د پای ته رسېدو تر وخت پورې، دغه ګروپ د استازو ۴۹۱ تجويزونه تر لاسه کړل . دا تجويزونه د ګوند او دولت د کار هراړخيز حالت سره نژدې کوي او د قوانينو د جوړولو له لارې د لويو پرېکړو او ستراتيژيو پلي کول تضمين کوي. تر لومړنۍ څېړنې وروسته زياتره مسودې د قوانينو جوړولو سره اړه لري چې شمېر يې ۴۸۷ ته رسېږي.

ګوه جن هوا وويل چې د قوانينو له مقرراتو سره سم ياد ګروپ د استازو پر تجويزونو پر څېړنې بوخت دی او د تنظيمولو اړوندې نظريې به وړاندې کړي او له پروسې سره سم به د کلنۍ غونډې رئيسه پلاوي ته وسپاري.

د خبر له مخې، تر اوسه پورې ياد ګروپ د استازو لخوا څه نا څه ۸ زره وړانديزونه، انتقادونه او نظرونه ترلاسه کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای