CRI Online

د چين استازي په افغانستان کې دننه د سياسي ډيالوګ د پرمخبيولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 11:04:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي پلاوي موقت شارژدافير وو های تاو د مارچ په يوولسمه نېټه د افغانستان مسئلې په هکله د امنيت شورا په يوه علني غونډه کې په افغانستان دننه د سياسي ډيالوګ د پرمخبيولو غوښتنه وکړه او د دې هېواد د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه يې ملاتړ څرګند کړ.

نوموړي وويل چې په افغانستان کې د دايمي سولې او پرمختګ تر سره کېدنه نه يوازې د افغانانو له ګټو سره بلکې له سيمه ييز امنيت، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا سره هم تړاو لري. نړيواله ټولنه بايد خپلې ژمنې پوره کړي او له افغانستان څخه دې ټينګ ملاتړ ته ادامه ور کړي.هغه د دې هېواد په داخل کې د سياسي ډيالوګ د پرمخبيولو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه چې په روان کال کې به د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي. نو هيله يې وښودله چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو د چمتوالي کارونه پياوړی کړي او له افغانستان سره د م م مرستندويه ډله له ياد کمېسيون څخه تخنيکي ملاتړ وکړي.د دې هېواد سياسي ډلې بايدخپل يووالی پياوړی کړي او د ګډې دندې په توګه دې دولتي ثبات وساتي تر څو د ډيالوګ له لارې د نظرونو توپيرونه لېرې او حل شي.

هغه وويل چې چين تل د افغانستان له سياسي بهير او په دې هېواد کې د سياسي جوړجاړي د موخې له ژر تر سره کېدو څخه ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ د چين حکومت د دې هېواد د بيارغونې او په سيمه ييز اقتصادي پرمختګ کې د دغه هېواد له برخه اخيستنې څخه هم ملاتړ کوي.د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د سوداګرۍ په شمول بېلا بېلو برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې شوې دي. چين غواړي چې له نړيوالې ټولنې سره د دې هېواد د امنيت ، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره خپل رغنده خدمتونه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای