CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 11:07:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډه د مارچ په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. د رئيس شي جين پينګ په شمول ګوندي او دولتي مشرانو د دې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون وکړ.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس وانګ يانګ په خپلو خبرو کې وويل چې روان کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. له اوياوو کلونو راهيسې مو د نوي چين د جوړېدو، ابادۍ او اصلاحاتو او د چيني خوب د رښتيا کولو لپاره هڅې کړې او تاريخي لاسته راوړنې مو تر لاسه کړې دي.د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی، نو زمونږ د ولسي سياسي مشورتی کنفرانس صحنه لا لويه او زموږ مسئوليت لا دروند دی. د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس بايد پر خپل مقام ټينګار وکړي او په نوي تاريخي تمايل کې دې د خپلو چارو د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کميټې دوهمې کلنۍ غونډې يوولس ورځې دوام وکړ او د بېلا بېلو ګوندي ډلو، قومونو او ټولنو څه باندې ۲۱۰۰ استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای