CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګريس غړو د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون پر مسودې بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 17:14:54

د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون پر مسودې بحثونه او رای ورکونه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د دوهمې کلنۍ غونډې يوه مهمه اجڼدا ده. دغه مسوده په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو په اړه بنسټيز قانون دی او د بهرنيو سوداګرو د پانګونې د جلبولو، هڅونې، ساتنې او ادارې په اړه يې مقررات جوړ کړي. د چين د ملي ولسي کانګريس غړو د دې قانون پر مسودې د بحثونو پر مهال وويل، چې دغه قانون به د چين د نوي پړاو او لوړې کچې د ورخلاصون لپاره ځواکمن ضمانت برابر کړي او د ورخلاصون د پياوړتيا له لارې د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د موندلو په اړه د چين باور او هوډ ښکاروي.

د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې غړې او د نوموړي کانګريس د اساسي قانون او قوانينو کمېټې غړې جنګ شو نا په دې نظر ده چې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو فعال جلبول او استعمالول د چين د ورخلاصون د پياوړتيا او د ورخلاصون په بڼه د نوي اقتصادي نظام د ابادۍ مهم موضوعات دي، د قوانينو ضمانت بايد بشپړ شي. هغې وويل، چې زما په اند د چين د ملي ولسي کانګريس له خوا د دې قانون بحثونه او رای ورکونه ډېر مهم ارزښت لري. د دې قانون د جوړېدو له بهير څخه ښکاريږي چې د چين ملي ولسي کانګريس او د دې کانګريس دايمي کمېټې د قانون جوړولو په کار کې پر علمي، ديموکراتيکو او قانوني اصولو ټينګار کړی. د دې قانون د طرحې او جوړونې په بهير کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۰ کلونو راهيسې د بهرنيو پانګو د راجلبولو په برخه کې زموږ تجربې راغونډې شوې.

د ټاکلې اجنډا له مخې، د چين د يارلسمې دورې ملي ولسي کانګريس د دوهمې غونډې غړي به د مارچ په ۱۵مه نېټه د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون د مسودې په اړه رايې ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای