CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس دوهمه کلنۍ غونډه په بېجينګ کې پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 11:58:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بېلا بېلو اجنډاوو تر بشپړېدو وروسته د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس دوهمه کلنۍ غونډه د مارچ د ۱۵مې نيټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې پای ته ورسيده.

د شي جين پينګ، لي که چيانګ،وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په شمول د چين ګوندي او دولتي مشرانو او د دې غونډې د رئيسه پلاوي غړو د پای په ناسته کې ګډون کړې و. د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې له ۲۹۷۴ تنو استازو څخه ۲۹۴۸ تنو په دې غونډه کې ګډون درلود.

د همدې ورځې د سهار په نهو بجو د دې غونډې د رئيسه پلاوي دايمي رئيس او اجرائيوي رئيس لي جان شو د دې ناستې د پيل اعلان وکړ.په غونډه کې تر رايې ورکونې وروسته د حکومتي کارونو د راپور،په ۲۰۱۸ کال کې د اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د پلانونو د پلي کولو او په ۲۰۱۹ کال کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پلان ،د تېر کال د مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو د بوديجو د اجرا کولو او په ۲۰۱۹ کال کې د مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو د بوديجو،د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د کاري راپور،د چين د سترې ولسي محکمې د کاري راپور او د لويې څارنوالۍ د کاري راپور په هکله د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې شپږ پرېکړه ليکونه تصويب شول. سربېره پردې د بهرنيو پانګونو قانون تصويب شو او د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې غړي جانګ ژونګ شون د استعفا غوښتنه هم منل شوې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای