CRI Online

په روان کال کې به د چين په ښارونو او علاقه داريو کې څه باندې نور يوولس مليونه وګړي پر دندو وګومارل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 13:09:28

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځلسمه نېټه د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې وويل چې له استخدام څخه اقتصادي حالت ښکاري. په روان کال کې د چين حکومت په لومړي ځل د عمومي پاليسۍ په توګه د ماليې او پيسو له تګلارو سره د استخدام تګلارې ټاکلې چې په پايله کې به څه باندې نور يوولس مليونه وګړي پر دندو وګومارل شي.

هغه زياته کړه چې د چين د عصري کېدو په بهير کې استخدام تل د چين پر وړاندې ستر فشار بلل شوی دی . د چين حکومت به په دې برخه کې ډېر تدبيرونه ونيسي او د هغو تصديو پر وړاندې به امتيازي تګلاره غوره کړي چې پکې د استخدام شويو کسانو شمېر ډېر دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای