CRI Online

په روان کال کې به د چين حکومت د اصلاحاتو او ورخلاصون د نويو تدبيرونو نيولو ته ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 14:55:28

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين حکومت به په روان کال کې نوی منفي ليست خپور کړي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې پياوړتيا ته به ادامه ور کړي او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون توده څپه به وساتي.

نوموړي د بهرنيو پانګونو په اړه وويل چې د چين حکومت د چيني تصديو په څېر له بهرنيو پانګوالو او شرکتونو سره د ښه چلند کولو او د منفي ليست اداري نظام يې غوره کړی دی. په روان کال کې به چين نوی منفي ليست لنډ کړي يعنې هغه برخې چې پکې بهرني پانګوال او شرکتونه منع دی ، کمې شي. چين به د پوهنې د ملکيت حق قانون تعديل کړي او پر دې حق باندې تېری کوونکو ته به سختې سزاوې ور کړي. د دې ترڅنګ هغه دا هيله هم وښودله چې د بهرنو هېوادونو حکومتونه دې په عادلانه توګه د چيني او بهرنيو تصديو ترمنځ په خپله خوښه همکارۍ ته وګوري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای