CRI Online

د(( اويا ښکليو کلونو- د هڅې کولو د نوې زمانې)) تر عنوان لاندې د لويې پيمانې راپورتاژ فعاليت د پيل مراسم په شي بای پو سيمه کې ترسره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-03-29 14:25:16

د(( اويا ښکليو کلونو- د هڅې کولو د نوې زمانې)) تر عنوان لاندې د لويې پيمانې راپورتاژ فعاليت د پيل مراسم په شي بای پو سيمه کې ترسره شول

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې د مارچ په ۲۸مه نېټه د هه بې ولايت په شي بای پو سيمه کې د (( اويا ښکليو کلونو- د هڅې کولو د نوې زمانې)) تر عنوان لاندې د لويې پيمانې راپورتاژ فعاليت د پيل مراسم تر سره کړل او دغه راز د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې لپاره نشراتي فعاليت په هراړخيزه توګه پيل شو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي هوانګ کون مينګ په يادو مراسمو کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د رئيس شي جين پينګ نظر تر لارښوونې لاندې په خپرونو او مقالو کې د چين د پرمختګ برياليتونه او د خلکو د هڅو او کوښښونو بهير ښکاره کړو، او د چين له کمونېست ګوند، هېواد او سوسياليزم سره د حکومتي کارکوونکو او وګړيو مينه دې راوپاروو او په نوې زمانه کې دې د هېواد د جوړونې لپاره واحد ځواکونه راغونډ کړو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای