CRI Online

د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د سافتوير چارو عايدات له ۹۰۷ مليارډو يوانو څخه لوړ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-04 10:23:11
د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د سافتوير چارو عايدات له ۹۰۷ مليارډو يوانو څخه لوړ شوي دي

د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د صنايعو او مالوماتو وزارت د اپريل په درېيمه نېټه خبر ورکړ، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د سافتوير او مالوماتي خدمت د چارو عايدات ډېر زيات شول او يو ښه پيل بلل کېږي.

له عمومي حالاتو سره سم، د چين د سافتوير چارو عايدات ۹۰۷ مليارډه ۴۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ٪13.6 زيات شوی او د زياتوالي سرعت يې ٪0.3 ګړندی شوی. د ګټو د کچې له لحاظه، په دغو دوو مياشتو کې په دغو چارو کې تر لاسه شوې ګټې ۱۰۳ مليارډه ۲۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلې او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوه سلنه زيات شوی دی. نو ويل کېږي چې دغه چارې په روان کال کې يو ښه پيل تر لاسه کړی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای