د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، سان شه ښار په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی او د چين په جنوبي سرحد کې پروت دی. د دې ښار ښاروالي په يونګ شينګ ټاپو کې ده او د دې ټاپو پراخوالی دوه اعشاريه شپږ مربع کيلومتره دی. په دې ټاپو کې د کسانو د ژوند او توليد فعاليتونو په زياتېدو سره، د چاپېريال ساتنې مسئله ډېر د پاملرنې وړ ده. نو په دې ټاپو کې د چاپېريال ساتلو يو مرکز جوړ شو.
دغه مرکز د کثافاتو د اچولو، د ککړو اوبو د پاکولو او د سمندري اوبو د خوږولو درې دندې لري. د دې مرکز مسئول وويل، خلک کولی شي په دغه ډېرۍ کې هره ورځ د شلو ټنو په اندازې کثافات واچوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |