د شينجيانګ د علار ښار هوا چياو علاقه داري د تکليمکان صحرا په شمالي سرحد کې پرته ده چې په دې سيمه کې هوا وچه ده او ايکولوژيکي چاپيريال کمزور دی. دې سيمې له تېرو څو کلونو راهيسې د صحرايي کېدو د مخنيوي او د ايکولوژۍ د بيا رغونې په برخو کې د صنايعو د پرمختګ لپاره هلې ځلې کړې او د (( سه چه بين لي )) په نوم بوټي يې کرلي.
((سه چه بين لي )) د ډېرې وچې او مالګينې ځمکې په وړاندي ډير مقاومت لري. نوموړی بوټی له کرل کېدو ۴ کلونه وروسته ۱.۸ متره اوږديږي او تر ځمکې لاندې د ريښې ژوروالی يې ۴ مترو ته رسيږي. تېر کال د دغه ډول بوټي د کرلو ازموينه بريالۍ شوې، د کرلو مساحت به د روان کال په مني کې پراخ شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |