د چونګ چينګ ښار د فو لينګ سيمې لين شه علاقه داري چې د چين د لومړې ډلې ځانګړتيا لرونکو علاقه داريو په ليست کې شامله ده، د پرمتګ موندلو په لاره کې ګامونه پورته کړي او کوي يې.
پخوا د دې علاقه دارۍ ټرافيکي نظام ګډوډ و او د بې نظمۍ له امله د موټرونو پارکينګ سخت و. لين شه علاقه دارۍ د ۴ لکو يوانو په لګولو سره په عمده لارو کې ۱۲ کمرې ځای پر ځای کړې او دغه څاروونکی سيستم يې د ټرافيکي پوليسو له سيستم سره نښلولی. اوس دغه سيستم د ځايي ټرافيک په ښه والي کې ګټور رول لوبوي.
د بېجينګ يو شرکت د ځايي امتيازي تګلارې له امله له نوموړې علاقه دارۍ سره همکاري کړې چې ځايي کليوالې لاسي ځونډي جوړوي، د اومو موادو برابرول او د يادو لاسي جوړ شويو ځونډيو پلورل د شرکت پر غاړه دي. د دې صنعت له لارې د ځايي کليوالو عايدات زيات شوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |