CRI Online

(مايمايټي اپيزي) په خوشحالۍ سره نوي کور ته کډه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-16 17:31:10

د اپريل په ۱۳مه نېټه، د چين د شينجيانګ د اقسو سيمې د کوچا ولسوالۍ په (( يونګ کو يووالی)) کلي کې جم جوش و. په همدې ورځ د اويغوري قوم کليوال مايمايټي اپيزي نوي کور ته کډه وکړه.

په دې کلي کې چې زيات قومونه اوسيږي او مايمايټي هلته ډېر ملګري لري. د هان قوم کليوال وانګ مين ينګ چې له ماشومتوب څخه يې له مايمايټي سره ملګرتيا کړې، په همدې ورځ يې نوي کور ته د انتقال په بهير کې له مايمايټي سره مرسته وکړه.

د مايميټي نوی کور د استوګنې تازه جوړ شوي ښارګوټي کې پروت دی چې دغه ښارګوټی د جه جيانګ ولايت د نينګ بو ښار په مرستو جوړ شوی.

نوی کور ته د مايمايټي د تلو په ورځ، له نوموړي سره ځينو کليوالو د کور په پاکول کې مرسته وکړه او ځينو د ډوډۍ پخولو کې مرستې وکړې.

(( يونګ کو يووالی )) کلی په ۲۰۱۷ کال کې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د قومي يووالي د نمونوي کلي په توګه انتخاب شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای