CRI Online

د چين د دو لونګ قوم لرغونی لاسي هنر په يوه ځايي ښوونځي کې د هر کلي وړ ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 11:17:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د يون نان ولايت او شي ځانګ د کورواکې سيمې ترمنځ د پولو په اوږدو کې يعنې د چين په جنوب لويديځ د دو لونګ سيند په غاړه د دو لونګ جيانګ علاقه دارۍ ښوونځی دی چې د نهه کلنې اجبارې زده کړې تګلاره عملي کوي او ۹۰ سلنه زده کوونکي يې د چين له دو لونګ قوم سره تړاو لري.

هر کله چې اسمان شين وی،دغه ښوونځي زده کوونکو ته د لرغوني لاسي هنر پورې د اړوندو درسونو د ور کولو لپاره د دو لونګ جيانګ علاقه دارۍ لاسي هنرمندانو ته بلنې ور کوي تر څو زده کوونکي له قومي کلتور سره مينه پيدا کړي. البته زده کوونکي هم له خپل قومي کلتور سره ډېره علاقه لري او د دوی له خوا جوړ شوي هنري شيان ښکلې بڼې لري.

د دغه ښوونځي مشر يانګ شه يانګ وويل چې کلتور د يوه ملت د موجوديت او دوام روحيه ده.زموږ ښوونځی به د بنسټيزو کلتوري درسونو د ور کولو ترڅنګ د قومي کلتور ځانګړې ښوونې ته پرمختګ ور کړي تر څو قومي کلتور د ماشومانو په زړونو کې وساتل شي.(غاټول)

۱،د دو لونګ جيانګ علاقه دارۍ ښوونځی

۲،د دو لونګ قومي زده کوونکي د زده کړې په حال کې

۳،لاسي هنرمند زده کوونکو ته د دو لونګ د قومي کمپلې د جوړولو مهارت ور زده کوي

۴، زده کوونکي له لاسي هنرمند سره يو ځای دباڼسي ټکرۍ په اوبدلو بوخت دی

۵،ځينو زده کوونکو د ټکرۍ د اوبدلو مهارت زده کړې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای