CRI Online

تبصره: انسانان بايد څه وکړي چې شين چاپيريال او ښکلی کور ولري

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 14:42:19

د ۲۰۱۹ کال د باغوانۍ نړيوال نندارتون د اپريل په ۲۸ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې رسماً پرانيستل شو. د دغه نندارتون اصلي موضوع ده : " شين چاپيريال او ښکلی کور" او په دغه نندارتون کې چې د باغوانۍ په برخه کې "د المپيک نړيوالې لوبې" ياديږي، ۱۱۰ هېوادونه او نړيوال سازمانونهتر ۱۲۰۰ زيات ډول ډول نوي نباتات نندارې ته وړاندې کوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د ايکلوژيک تمدن د تاريخ او تجربه کارۍ په اړه معلومات ورکړل او له بېلابېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په ګډه سره د ځمکې کره د انسانانو پر ګډ برخليک لرونکې ټولنې او ښکلي کور بدله کړي.

صنعتي پرمختګ انسانانو ته سترې شتمنۍ ور په برخه کړې دي. خو د صنعتي پرمختګ په پروسه کې انسانان کله کله طبيعي چاپيريال چې خپل ژوند يې پرې اتکا کوي،خرابوي. مثلاً پخوا لندن د هوا د سختې ککړتيا له امله د لړو ښار نوم يادېدو ، د تېرې پېړۍ په شپېتمه لسيزه کې د امريکا په ځينو سيمو کې د سختې ککړتيا له امله اورلګېدنه رامنځته شوه. چين ته هم په ډېرو تېرو کلونو کې د ککړتيا له امله ډېر زيانونه رسېدلي وو. خو چين ډېر وړاندې د خپل اقتصادي پرمختګ پر لارې فکر کړی او د ايکلوژيکي تمدن د جوړولو چارې يې پيل کړې دي. په ۲۰۱۲ کال کې د چين د کمونېست ګوند په اته لسم ملي کانګريس کې د ايکلوژيکي تمدن جوړونه په لومړي ځل د دولت د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په عمومي پلان کې شامل شوه. د ډېرو خلکو لخوا د شي جين پينګ هغه مفکوره منل شوې او هرکلی يې شوی چې وايي پاکې اوبه او شنه غرونه ټول د سرو زرو او نقره يي غرونو په شان قيمتي شتمنۍ دي. په ۲۰۱۸ کال کې د ايکلوژيکي تمدن جوړونه د چين د اساسي قانون په تعديل نامه کې وليکل شوه. د امريکا د هوانوردۍ ادارې شمېرنه ښيي چې نړۍ د پخوانيو ۲۰ کلونو په پرتله لاشنه شوې ده او يو مهم لامل يې دا دی چې چين د نيالګيو د ايښودلو له لارې د ځنګلونو د جوړولو پروګرام پلی کړی دی.

زياتره چينايان پدې اند دي چې انسانان بايد هغه ډول پرمختيايي لاره وټاکي چې پکې د پرمختګ او د چاپيريال ساتنې ترمنځ بيلانس موجود وي. چين د دغې پرمختيايي لارې د لټولو په برخه کې ډېرې تجربې او ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي، د چين پانګونو د پاکو انرژيو په برخه کې په ډېرو پرله پسې کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی، همدا راز له نويو انرژيو او بيا تازه کېدونکو انرژيو څخه يې استفادې هم د نړۍ لومړی ځای نيولی دی، د چاپيريال پر ساتنې د دغه هېواد پانګونو د چين اقتصاد ته پرمختګ ورکړی دی او له دې څخه څرګنديږي چې شين پرمختګ هم اقتصادي سمسورتيا راوستلی شي.

په بېجينګ کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون په داسې حال کې پرانيستل شو چې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم سرمشريز فورم تازه پای ته ورسيد. په دغه فورم کې د بېلابېلو هېوادونو ګډونوال مشران ټول پدې اند دي چې يو کمربند او يوه لار بايد نه يوازې يوه پرانيستې او پرمختيايي لاره وګرځي ، بلکې پرمختګ يې هم بايد شين پرمختګ وي يعنې بايد د چاپيريال د ساتنې پر بنسټ وي. يو کمربند او يوې لارې نه يوازې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ پيوستون رامنځته کړی ، بلکې د بېلابېلو هېوادونو برخليک يې يو له بل سره نښلولی دی،ځکه شين پرمختګ د انسانانو له اوسنيو ګټو او هم راتلونکي برخليک سره تړاو لري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای