CRI Online

د قيمتي اثارو او ګاڼو بې پايه ښايستونه: د ختيځ او لويديځ د تمدونونو د محور په توګه د افغانستان د ملي خزانې نندارتون پرانيستونکي مراسم د چينګ هوا پوهنتون د هنر په موزيم کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 10:11:33

د قيمتي اثارو او ګاڼو بې پايه ښايستونه: د ختيځ او لويديځ د تمدونونو د محور په توګه د افغانستان د ملي خزانې نندارتون پرانيستونکي مراسم د اپريل د ۲۹مې نېټې په ماسپښين د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د چينګ هوا پوهنتون د هنر په موزيم کې تر سره شول.

(د افغانستان د ملي موزيم مشر محمد فهيم رحيمي د وينا په حال کې)

په دغو مراسمو کې د چينګ هوا پوهنتون د هنر موزيم د دايمي چارو مرستيال دو پنګ فې، د افغانستان د ملي موزيم مشر محمد فهيم رحيمي، د چين د تاريخي اثارو د تګ راتګ مرکز مرستيال جو مينګ، په چين کې د افغانستان د سفارت سرپرست سيد حبيب الرحمن حسين پور او په چينګ هوا پوهنتون کې د چين د کمونېست ګوند د کمېټې مرستيال شيانګ بو تاو په وار سره ويناوې وکړې. د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د کلتوري چارو کارپوه محمد نور ايوبي او د افغانستان د تاريخي اثارو د ساتنې ادارې مشر عبدالاحد عباسي هم پکې ګډون درلود.

 

(په چين کې د افغانستان د سفارت سرپرست سيد حبيب الرحمن حسين پور د وينا په حال کې)

په دغو نندارتون کې د افغانستان شاو خوا ۲۳۰ تاريخي اثار نندارې ته اېښودل شوي. دغه تاريخي اثار چې په ۱۹۷۹کال کې پر افغانستان د پخواني شوراوي اتحاد له يرغل مخکې پيدا شوي، د کابل د مرکزي بانک تر ودانۍ لاندې په پټ ځای کې ساتل شوي وو او له جګړو څخه خوندي پاتې شوي دي.

د دغو اثارو ګرځنده نندارتونونه د ۲۰۰۶ کال له اکتوبر څخه د فرانسې، ايټاليا او هالنډ په شمول د زياتو هېوادونو په څه باندې ۲۰ موزيمونو کې تر سره شوي دي.

دغه اثار د ۲۰۱۷ کال له مارچ څخه د چين په ۶ ځايونو کې نندارې ته وړاندې شول.

د چينګ هوا پوهنتون د هنر په موزيم کې د افغانستان د تاريخي اثارو دغه نندارتون (( د روان کال په مې مياشت کې د اسيايي تمدونونو د ډيالوګ د هرکلي په پار)) د اپريل له ۱۸مې نېټې نېټې څخه پيل شوی او د جون تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ولري.

د نندارتون تالار

افغان مېلمانه

نندارچيان

ښايسته تاريخي اثار

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای