CRI Online

پاکستان به د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ په کنفرانس کې ۱۹ ملي تاريخي اثار نندارې ته وړاندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-10 16:00:12

ټاکل شوې چې د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د پاکستان د تاريخ او کلتوري ميراث وزارت ۳ کارپوهان به په دغه نندارتون کې د ګډون په موخه بېجينګ ته راشي او د دغه هېواد ۱۹ لرغوني ملي اثار به نندارې ته وړاندې کړي. په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د ياد وزارت د لرغون پېژندنې او د موزيم د مطالعاتو مرکز اجرائيوي مشر طاهر سعيد د روانې مياشتې په ۹مه نېټه د چين د ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ په کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان په ځانګړي توګه د اسلام آباد له موزيم څخه د مختلفو وختونو او د بېلابېلو ډولونو خاورين لوښي او مجسمې غوره کړي چې د دريو مياشتو لپاره به د چين په ملي موزيم کې نندارې ته وړاندې شي.

د پاکستان او چين ترمنځ کلتوري تبادله بېرته د کوشان امپراطورۍ ته ګرځي، کوم وخت چې بودايي دين له ګندهارا څخه چين ته معرفي شوی و. سعيد وويل چې له قبل الميلاد مخکې په ۲مې پيړۍ کې د کوشان امپراطورۍ د باکليا سيمې فتح کړي او په دې وخت کې د اروپا او آسيا په څلورو لويو قدرتونو کې وشمېرل شو. د کوشان امپراطورۍ تر ملاتړ لاندې د ګندهارا بودايي کلتور وده وکړه او منځنۍ او ختيځې آسيا ته ولېږدول شو.

بودايي دين له ګندهارا څخه چين ته تر معرفي کېدو وروسته په ۱۰۰۰ کلونو کې سلګونو چيني راهبانو د بودايي دين زده کړه پيل کړه. په لوېديځو سيمو کې د تانګ امپراطورۍ د ريکارډونو په کتاب کې ليکل شوي چې راهب شيوان ځانګ د دوو کلونو لپاره په ټيکسلا کې پاتې شو او په ځايي بودايي اکاډمۍ کې يې زده کړې وکړې او د بودايي دين لپاره يې تبليغ وکړ. طاهر سعيد د شيوان ځانګ او د هغه کتاب ډېره ستاينه وکړه. د ده په اند ياد کتاب کې پاتې شوي تاريخي معلومات د پاکستان او چين ترمنځ د فرهنګي تبادلې لپاره ستر رول لوبولی شي. هغه وويل،

لومړی: دا کتاب د جنوبي آسيا، منځنۍ آسيا، او جنوب ختيځې آسيا کې د بوديزم عقيدې، مذهبي مراسمو او د معبدونو د نظامونو په اړه مشخص مالومات ورکوي. دوهم: دا کتاب په جنوبي آسيا کې د چين او هند ترمنځ د ټولنيز او سياسي وضعيت په اړه مهم معلومات دي. درېيم: دوی د کلتوري پېژندنې او متقابل عمل سره د پام وړ پوهه چمتو کوي.

سعيد وويل چې د پاکستان او چين تمدنونه په تاريخ کې بشپړ بدلونونه درلودل. په راتلونکي کې دواړه هېوادونه کولی شي د لرغون پېژندنې او د لرغونو کتابونو په ساتنه کې د همکارۍ پياوړتيا ته دوام ورکړي.

د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ روان کنفرانس به آسيايي هېوادونو ته د تاريخ، هنر، لرغونپوهنې او نورو برخو کې د تجربو د تبادلې لپاره ډګر برابر کړي، په دې توګه د دوی ترمنځ کلتوري تبادلې او همکارۍ به لاپياوړې شي. له دې کبله، هغه د دې کنفرانس لپاره لوړې هيلې لري.

زما په اند دا د چين حکومت له خوا د بېلا بېلو آسيايي هېوادونو لپاره يو ښه فرصت دی چې د مستقيمې تبادلې له لارې موجوده کلتوري همکارۍ ته وده ورکړي. په حقيقت کې، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د ورېښمو لارې په اوږدو کې د مختلفو لرغونو تمدنونو ترمنځ د تبادلې دوام دی. د دې کنفرانس لخوا د چمتو شوي ډګر له لارې به آسيايي هېوادونه سره يوځای شي او په پای کې به د آسيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای