د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۴ مه نیټه په بیجینګ کې د سینګاپور له ولسمشرې حلیمه یعقوب سره وکتل.
شي جین پینګ وویل چې په تیره میاشت د سینګاپور صدراعظم لي شیان لونګ د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالو همکاریو په دوهم فورم او په بیجینګ کې د باغوانۍ د نړیوال نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی و. دغه میاشت تاسو ولسمشره بیا د اسیایي تمدنونو د دیالوګ په کنفرانس کې د ګدون لپاره چین ته راغلی یاست چې له دې څخه د چین او سینګاپور نږدیوالی څرګندیږي. ولسمشرې حلیمه د چین د ولسي جمهوریت د تاسیس د ۷۰ کالیزې په مناسبت مبارکي وویله. هغې دا هم وویل چې دا مناسب وخت دی چې د چین په بلنه د اسیایي تمدنونو د دیالوګ کنفرانس ترسره شي او بیلابیلې خواوې به بحثونه وکړي چې نړیوال څنګه لازیاتې ګټې ترلاسه کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |