CRI Online

د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس به د اسيا او نړۍ د هوساينۍ پرمختګ وهڅوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 16:29:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس د مې په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. په دې کنفرانس کې به پر اسيايي هېوادونو سربيره د نورو هېوادونو حکومتي مشران او د م م د يونسکو سازمان په شمول د نړيوالو نړيوالو سازمانونو مسئولان د اسيايي تمدنونو ترمنځ تبادلې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو د هڅولو په هکله بحثونه وکړي. په م م کې د پاکستان دايمي استازې مليحې لودي څو ورځې مخکې د م م په مقر کې ويلي، د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس به د بېلا بېلو هېوادونو او تمدنونو ترمنځ ډيالوګ او تبادلې او د اسيا او حتی نړۍ د هوساينۍ پرمختګ وهڅوي.

مېرمن مليحې لودهي څو ورځې مخکې د م م په مقر کې زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، په چين کې دغه کنفرانس جوړېدل ستر اهميت لري. هغې وويل

((دا د اسيايي تمدنونو ډيالوګ لومړی کنفرانس دی او مهم تاريخي اهميت لري. دا لومړی ځل هم دی چې اسيايي هېوادونه د کلتوري تبادلې او يو له بل سره د تجربو د شريکولو لپاره راغونډېږي. دغه کنفرانس نه يوازې د خپلو مختلفو تمدنونو د څرګندولو لپاره اسيايي هېوادونو ته يو ګټور فرصت برابروي، بلکې د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې او د اسيا او ټولې نړۍ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول هم هڅوي.))

مېرمن مليحې لودهي وويل، پاکستان به د چين د يو مهم ګاونډي او په هر ډول شرايطو کې د ستراتيژيک همکار په توګه په فعاله توګه په ياد کنفرانس او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي. د پاکستان موزيم به دغه کنفرانس ته د خپل هېواد هنري ميراثونه راوړي او ګډون به پکې وکړي. نوموړې دې ته اشاره وکړه، اوس اسيا د نړۍ له هغو سيمو څخه ده چې د پرمختګ ستر پټ قوت لري. د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس د اسيا او نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د تمدنونو د پراخولو او د اسيا او نړۍ د تمدنونو پرمختګ د هڅولو لپاره يو ښه نړيوال ډګر برابروي. هغې وويل

((په ډېرو تبصرو کې ويل شوي چې يوويشتمه پېړۍ د اسيا پېړۍ ده، نو دا د اسيا لخوا نړۍ ته د خپلې بڼې د څرګندولو لپاره يو ډېر ښه فرصت دی. اسيا بېلا بېل هېوادونه لري، خو دوی د پرمختګ ګډ هدف لري. اسيا مختلف تمدنونه لري، خو دغه تمدنونه د اسيا هېوادونو د پرمختګ د ګډې هيلې درلودلو له امله يو له بل سره نږدې ساتي. ځينو کسانو ويلي چې راتلونکي لس کاله د اسيا زمانه ده، ځکه چې د اسيا بېلا بېل هېوادونه د اقتصادي پرمختګ ګړندی سرعت لري. دا يو واقعيت دی چې د اسيايي هېوادونو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ، کلتوري تبادلې، د راتلونکي په اړه ګډې هيلې، د نړيوالې سولې او خونديتوب د ابادۍ لپاره زموږ ګډو کوښښونو او خدمتونو يوه ګډه اسيا رامنځته کړې ده. موږ بشر ته يو شان پاملرنه او ګډ راتلونکی لرو.))

نوموړې وويل، اسيايي تمدنونه ټول شموله دي، هوساينې او نظام ته ډېره پاملرنه کوي، د مختلفو نظريو، کلتورونو او دينونو درناوی کوي، دا له نړۍ سره د شريکولو وړ ټکی دی. هغې وويل

((اوس نړۍ له بېلا بېلو سختو ننګونو سره مخ ده او نوي او زاړه توپيرونه په نوبتي توګه رامنځته شوي. په ګرده نړۍ کې له دښمنيو ډکې ويناوې، له بهرنيانو سره کور کورانه مخالفت او د هېوادونو ترمنځ ناباوري د زياتېدو په حال کې ده. نو د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس به د مختلفو تمدنونو ترمنځ ډيالوګ وهڅوي او د بېلا بېلو کلتورونو ترمنځ د تبادلې په وسيله به د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړي، د اقتصاد او ټولنې ګډ پرمختګ به پرمخبوزي او د يوې لا ښې نړۍ جوړول به وهڅوي. ))

مېرمن مليحې لودهي پر دې ټينګار وکړ چې څواړخيز نظام له ډېرو نويو ننګونو او ګواښونو سره مخ دی. د م م د يونسکو سازمان په شمول د ډېرو نړيوالو سازمانونو مسئولان هم په ياد کنفرانس کې ګډون کوي. له دې څخه ښکاري چې موږ هيله لرو چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه خلکو ته د لا زياتو ګټو د رسولو، د ټولنې د هوساينې د پياوړتيا او د ګردې نړۍ د ګډ پرمختګ د هڅولو لپاره له اسيايي هېوادونو سره په ګډه کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای