CRI Online

د انسانانو تمدنونه ټول يو شان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 20:36:50

د اسيايي تمدنونو د متقابلو زده کړو او د انسانانو ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ تر عنوان لاندې د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس نن په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د اسيا او د انسانانو د تمدنونو د متقابلو زده کړو په هکله د چين دريځ څرګند کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې انسانان يوازې د پوستکو د رنګونو او د ژبو توپيرونه لري، خو تمدنونه يې ټول يو شان دي. هغه نظرونه چې خپل نژاد او تمدن د نورو په پرتله لوړ او ارزښتناک ګڼي او د نورو تمدنونو د تعديلولو او حتې د پر ځای کولو نيت لري، ډېر ناپوه دي او د دغو نظرونو پر بنسټ کړنې به انسانانو ته زيانونه ورسوي. د شي جين پيڼګ دغه نظر په ياد کنفرانس کې د بېلا بېلو هېوادونو د برخوالو مشرانو، کارپوهانو او د خبري رسنيو د استازو په منځ کې ګډې موافقې تر لاسه کړې دي.

په وروستۍ موده کې د لويديځو هېوادونو ځينو سياستوالانو د تمدنونو د شخړو په هکله د نوې دورې کړکيچ لمسولی او داسې ناسمه نظريه يې پورته کړې چې د مختلفو تمدنونو تر منځ به هرومرو شخړې او مقابلې رامنځته شي. په داسې حال کې د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس چې پنځه کاله مخکې د شي جين پينګ لخوا وړاندی شوی، د ټاکلي وخت له مخې تر سره کيږي. بېلا بېلو خواوو په دې هکله ارزونه کړې چې دغه کنفرانس په يو ډېر مساعد وخت کې جوړېږي. رئيس شي جين پينګ په ياد کنفرانس کې د اسيا د مختلفو تمدنونو، د اسيا او د نړۍ د تمدنونو تر منځ د اړيکو په هکله خپل دريځ بيان کړ او د اسيا او د خلکو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د هڅونې په باره کې يې څلور فقره اييز وړانديزونه وکړل چې د نړيوالو پاملرنې وړ ګرځيدلي دي.

انسانان بايد په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي او په دې ترڅ کې د کولتورونو او تمدنونو ځواکونو ته اړتيا لري. په نړۍ کې د څو قطب ييز کيدو، د اقتصاد د نړيوال کيدو، د کولتورونو د رنګه رنګېدو او د ټولنيزو مالوماتو د يو ځای کيدو په حال کې تسلط او باداری غوښتنه او د سوداګرۍ تسلط غوښتنه ډېره شوې، خو د انسانانو د بېلا بېلو کولتورونو او تمدنونو ځواکونو ته پاملرنې کمې دي. په اسيا کې د سولې او ارامتيا، د ګډې سمسورتيا، د ورخلاصون او تګ راتګ رامنځته کول نه يوازې د اقتصاد، ساينس او تخنيکونو، بلکې د کولتورونو او تمدنونو ځواکونو ته اړتيا لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای