CRI Online

عصري کرنيز مرکزونه د ګوانګ دونګ ولايت د کليو د سمسورتيا لپاره لارښوونکی رول لوبولی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-22 14:36:09

د ګوانګ دونګ ولايت د هوی جو ښار د هوی چنګ سيمې په سه مياو مي صنعتي مرکز کې بزګر چن يو پنګ په دې وروستيو ورځو کې وويل چې سږکال کولای شي د ده د شولو کرونده څه د پاسه ۳۰۰ کيلوګرامه وريجې توليد کړي. هغه زياته کړه چې دا دباندې کار کولو څخه ډېر ښه دی.

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د ګوانګ دونګ ولايت د هوی جو ښار په هوی چنګ سيمه کې د سه مياو مي صنعتي مرکز د دې ولايت يو عصري کرنيز صنعتي مرکز دی. ګوانګ دونګ ولايت به د کليو د سمسورتيا ستراتيژي د پلي کولو او د صنعتي سوکالۍ لپاره عصري کرنيز صنعتي مرکزونه جوړ کړي او په ۲۰۱۸ کال کې يې د ولايت په کچه د عصري کرنيزو صنعتي مرکزونو پر جوړولو پيل کړی. پلان يې دا دی چې په ۳ کلونو کې به په دې ولايت کې د ولايت په کچه ۱۵۰ عصري کرنيز صنعتي مرکزونه تاسيس کړي. تر اوسه پورې د ۱۰۰ مرکزونو د اعلان او پېژندنې کارونه بشپړ شوي دي. د کليوالي سمسورتيا ستراتيژي به د عصري کرنيزو مرکزونو د جوړولو په بهير کې پلې شي او د کرنې لوړ کيفيت ته به هم وده ورکړی شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای