CRI Online

د م م چارواکو او په م م کې د زياتو هېوادونو استازو د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2019-09-22 16:34:53

د سوله ساتنې په چارو کې د م م د سرمنشي مرستيال جيان پيري لاکرويکس

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي پلاوي د سپتبمر د ۲۰مې نېټې په شپه د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې مېلمستيا تر سره کړه، په م م کې زياتو لوړ پوړو چارواکو او د ځينو هېوادونو استازو د چين پرمختګ او برياليتوبونه او د نړيوالې سولې د ساتلو او د نړيوال پرمختګ د هڅولو لپاره د چين خدمتونه وستايل.

د سوله ساتنې په چارو کې د م م د سرمنشي مرستيال جيان پيري لاکرويکس وويل، چيني سوله ساتونکو د عامو خلکو او امنيت د ساتلو، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي په چارو کې ګډون کړی او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. م م د چين د مرستو له امله په لوړ موثريت په نړۍ کې سوله ساتونکي چارې تر سره کولی شي.

د م م د انکشافي پلانونو ادارې مشر اچيم ستينير وويل، چې چين نه يوازې له بېوزلۍ څخه سلګونه مليونه کسان ژغورلي بلکې د راتلونکي پرمختګ لپاره يې د صنعت او خدمتي چارو کلک بنسټ ايښی دی. نوموړي وويل، چې د چاپيريال ساتنې او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخو کې د چين کوښښونه او په ښوونه کې د چين لګښتونه د نورو هېوادونو لپاره ښې تجربې دي.

په م م کې د پاکستان دايمي استازې مليحې لودهي وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د ټولې نړۍ لپاره مهم ارزښت لري او پاکستان په دې پېشنهاد کې د ګډون په اړه د خوشحالۍ او وياړ احساسات لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای