CRI Online

په م م کې د څو هېوادونو دايمي استازو د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې د چين هڅې وستايلې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-23 14:20:33

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې فعاليتونه د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې روان دي.په دې وروستيو ورځو کې په م م کې د څو هېوادونو دايمي استازو په نيويارک کې په همدې مناسبت چين ته نيکې هيلې او مبارکۍ وړاندې کړلې. د دې ترڅنګ دوی د چين د پرمختيايي لاسته راوړنو مثبته ارزونه وکړه او د چين هغه کړنه يې وستايله چې نړيوالې همکارۍ يې پياوړې کړې او په نړۍ کې يې د ګډې سمسورتيا او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره مثبت خدمتونه کړي دي.

په م م کې د چين دايمي پلاوي د سپتمبر د شلمې نيټې په مازديګر په نيويارک کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت يوه مېلمستيا تر سره کړه. په م م کې د امريکا، روسيې،بريټانيا، فرانسې او پاکستان په شمول د څو هېوادونو د ميشتو سفيرانو او ديپلوماتانو په همدې مناسبت چين ته نيکې هيلې او مبارکۍ وړاندې کړلې.

په م م کې د روسيې دايمي استازي سفير واسيلي نيبنزيا وويل چې په څو لسيزو کې چين سترې پرمختيايې لاسته راوړنې درلودلې او اوس په نړۍ کې عمده اقتصادي ډله ګرځېدلې او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. هغه زياته کړه چې روان کال نه يوازې د نوي چين د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره بلکې د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره هم برابر دی.له څو کلونو راهيسې د چين او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د چټک پرمختګ او په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا له امله د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره خوځنده ځواکونه زيات شوي دي.هغه وويل، تر هر څه لومړی د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت چين ته مبارکي وايم. اوس د روسيې او چين ترمنځ د همکاريو جامع ستراتيژيکې اړيکې په پر له پسې توګه ښې روانې دي او روسيه په ديپلوماتيکو چارو کې له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ور کوي. د روسيې او چين ترمنځ اړيکې د متقابل درناوي او باور پر بنسټ دی او په ناارامه نړۍ کې مثبت عوامل دي. دواړه هېوادونه په ګډه د م م د منشور موخه او اصول او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظام ساتي او دغه راز د م م د امنيت شورا،د شانګهای د همکارۍ سازمان او د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ سازمان په شمول نړيوال څو اړخيز چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ ساتي او د نړيوال نظام د څو اړخيزم بنسټ د لاټينګولو لپاره ګډې هڅې کوي.

په م م کې د قزاقستان دايمي استازي سفير کيرټ اوماروف وويل چې د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې دغه هېواد چټک پرمختګ موندلی او په نړيواله صحنه کې مهم رول لوبولی دی. چين د ځاني پرمختګ د موندلو ترڅنګ غواړي چې له نورو هېوادونو او سيمو سره اقتصادي پرمختيايي لاسته راوړنې شريکې کړي. د يو کمربند او يوې لارې په اړه د چين له خوا د وړاندې شوي وړانديز په رڼا کې اړوندو هېوادونو پرمختګونه او سمسورتيا هم موندلې ده. هغه وويل، پر دې وياړو چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳ کال کې له قزاقستان څخه د ليدنې په ترڅ کې په لومړي ځل د يو کمربند او يوې لارې وړانديز کړی و چې له امله يې په نړۍ کې څو هېوادونو ترې ګټې اخيستې دي. قزاقستان په فعاله توګه د دې وړانديز د پلي کېدو په بهير کې ګډون کړی دی او د اړوندو تګلارو په چوکاټ کې يې د خپل هېواد د بنسټيزو تأسيساتو جوړونې ته پرمختګ ور کړی دی.سربېره پردې قزاقستان د بېلا بېلو بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ لپاره له چين سره ښې همکارۍ کړي دي تر څو د ليږد راليږد او تګ راتګ توان پياوړی کړي.د دې وړانديز له کبله اړوندو هېوادونو پرمختګونه او سمسورتياوې موندلې دي.قزاقستان دغه وړانديز ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای