CRI Online

د شي جين پينګ په شمول د چين مشرانو اتلانو ته د ګلو ګېډۍ وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-30 15:20:05
د شي جين پينګ په شمول د چين مشرانو اتلانو ته د ګلو ګېډۍ وړاندې کړې

د سپتمبر ۳۰مه نېټه په چين کې د اتلانو د يادونې له ورځې سره برابره ده. اتلانو ته د ګلو کېډۍ د وړاندې کولو مراسم د همدې ورځې په سهار په تيان ان من ډګر کې ترسره شول. د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او هېواد مشرانو په پلازمينه بېجينګ کې له څلورو زرو تنو وګړيو سره په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. دوی قهرمانان ياد کړل او د هېواد په نامه پخوانيو اتلانو ته يې احترام اومراسم ترسره کړل.

سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. د يوې شمېرنې له مخې، د چين د خپلواکۍ، ازادۍ او سمسورتيا لپاره کابو شل مليونو چينايانو قربانۍ ورکړې دي.

د شي جين پينګ په شمول د چين مشران لومړی د چارمن ماو ځه دونګ تالار ته ولاړل او د ما ځه دونګ په شمول د انقلابي اتلانو ته يې درناوی څرګند کړ او ور پسې يې قهرمانانو ته د ګلو ګېډۍ وړاندې کړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای