CRI Online

د غوره نظامونو په پلې کېدو سره په چين کې بې شمېره اقتصادي عجايب رامنځته شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-30 16:07:52

د نوي چين د جوړېدو په تېرو ۷۰ کلونو کې چين ستر اقتصادي پرمختګونه موندلي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت يعنې GDP د ۱۹۵۲ کال په پرتله ۱۷۴ چنده زيات شوی او د نړيوال اقتصاد په سلو کې نژدې ۱۶ برخه يې نيولې ده. د بهرنۍ سوداګرۍ پيمانه يې د ۱۹۵۰ کال له ۱.۱۳ مليارډو نه ۴۶۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته پورته شوې ده. په ورته وخت کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په جوړښت کې هم ډېر ښه والی راغلی دی، ښه مثال يې دا دی چې مخکې به يې بهرنيو هېوادونو ته کرنيز توليدات په ځانګړې توګه وريجې صادروي، خو اوس د چټک اورګاډي سيستمونه پلوري.

له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د چين اقتصاد د ليدو وړ ستر پرمختګ موندلی دی. لاملونه يې دا دي چې چين خپل ځانګړتيا لرونکي غوره نظامونه پلې کړي او کوي يې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای