CRI Online

چين تل د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر لارې ټينګار کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-30 16:10:24
چين تل د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر لارې ټينګار کړی

سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. اوس چين له څه باندې يو سلو اوياوو هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې لري، د حکومتونو ترمنځ په ټولو عمده وو نړيوالو سازمانونو کې يې ګډون کړی او بېلا بېلو هېوادونو سره يو سلو نهه همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي.

په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي، ښه شهرت لرونکي به ډېرې مرستې تر لاسه کړي. د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې تر لاسه شوي ديپلوماتيک برياليتوبونه د سوله ييز پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ په اړه د چين د اصولو نتيجه ده. د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين وړانديز د څه باندې يو سلو شپېتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ملاتړ تر لاسه کړی، دا هم د اعتماد او ګډو ګټو د اصولو په رڼا کې رامنځته شوی برياليتوب دی. چين پر دې نظر دی چې د تسلط او بادارۍ غوښتنې نه غوره کول لا زيات ملګري پيدا کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای